تر اوسه کرونا ویروس ټوله نړۍ کې له ۲۵۲۰۰۰ ډېر کسان مړه کړي

ارشیف

په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو خلکو شمېر نن شاوخوا دوه لکه او دوه پنځوسو زرو تنو اوښتی دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون او د ورلډ میټرس ویب پاڼې له مخې په دغه ویروس د اخته خلکو شمېر هم له درې نیم میلیونو کسانو اوښتی دی.

له دې ډلې د څه باندې دولس لکو کسانو درملنه هم شوې ده.

اخوا د امریکا د واشنګتن پوهنتون وړاندوینه کړې چې ښايي تر اګست میاشتې د کرونا له لاسه د مرګونو شمېر ډېر لوړ شي.

د واشنګتن پوهنتون دا وړاندوینه داسې وخت اعلان شوې چې په اروپايي هېوادونو کې له څو اوونیو قرنطین وروسته کاروبار په تدریجي شکل پیل شوی او لا هم هڅې روانې دي چې لګېدلي محدودیتونه کم شي.