د سولې پروسې په اړه د بهرنیو سفیرانو سره د سولې وزارت خبرې

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د وېډیو کنفرانس پر مهال.

د سولې په چارو کې د افغانستان دولت وزارت وايي چې د سولې د پروسې په اړه‌یې په کابل کې د مېشتو بهرنیو سفیرانو سره خبرې کړې دي.

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر عبدالسلام رحیمي پرون مازدیګر د وېډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولاند کوبیا، د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي پیر البرټ الساس، د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ګرېټ بېلي، د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارکُس پوتزل او یو شمېر نورو اروپايي چارواکو سره خبرې کړي.

ښاغلي رحیمي د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالې ټولنې اجماع او د اروپايي ټولنې رول ډېر مهم بللی دی.

اخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا په خپل ټویټر باندې لیکلي چې د روژې میاشت باید د سولې میاشت وي، نه دا چې جګړه زور واخلي.

هغه ویلي چې په یوه اوونۍ کې ۶۶ ملکیان مړه او ټپیان شوي او اروپايي ټولنه د دغو پېښو د غندلو ترڅنګ د یوه بشردوستانه اوربند د تأمین غوښتنه کوي.