د طالبانو ۱۰۲ تنه نور بندیان هم له زندان خوشې شول

تازه خوشې شوي طالب بندیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي پرون‌یې ۱۰۲ تنه طالبان له زندانونو خوشې کړي دي.

دا خبره د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلې.

هغه ویلي چې څه باندې ۸۵۰ طالب بندیان تر اوسه د افغانستان له زندانونو خوشې شوي او د خبرو تر پیل مخکې نور هم خوشې کېږي.

د امریکا او طالبانو د توافق په اساس چې د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کوي او په بدل کې یې طالبان زر تنه بندیان راخوشې کوي.

افغان حکومت بیا ویلي چې بندیان خوشې کوي، خو په تدریجي شکل او د خبرو تر پیل مخکې یو نیم زر تنه راخوشې کوي.

طالبانو هم د بندیانو د راخوشې کېدو د پروسې هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې نور بندیان دې هم خوشې شي څو د بین‌الافغاني خبرو پيل ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان حکومت ټینګار کوي چې طالبان دې هم د ژمنو سره سم د افغان حکومت د لېست مطابق د امنیتي او دفاعي ځواکونو نیول شوي غړي خوشې کړي.