د کشمیر لانجمنه سیمه کې وسله‌والې شخړې ۳ هندي سرتېري وژلي

کشمیر

د یوه منصبدار په ګډون د هندوستان درې سرتېري پرون د کشمیر په لانجمنه سیمه کې له افراطي وسله‌والو سره په وسله‌واله شخړه کې وژل شوي دي.

چارواکي وايي وړمه ورځ په بله وسله‌واله جګړه کې د هندوستان ۵ سرتېري وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې هندوستان په سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي چې په تېره یوه میاشت کې یې په نتیجه کې ۲۲ افراطي وسله‌وال وژل شوي دي.

نوې ډېلي وايي په همدې موده کې ۲۰ هندي سرتېري هم وژل شوي دي.

دا وروسته له هغې چې د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ میاشت کې یوه ځانمرګي برید ۴۰ ملېشه پولیس وژلي وو، د وژنو تر ټولو لوړ شمېر دی.