طالبانو د بندیانو د خوشې کېدو پروسې د لا ګړندۍ کېدو غوښتنه وکړه

ازاد شوي بندیان

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د بندیانو د خوشې کېدو د پروسې د لا ګړندۍ کېدو غوښتنه وکړه.

د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه په ټویټر کې لیکلي چې په تېرو ۳ ورځو کې د طالبانو تر ۳۰۰ پورې بندیان خوشې شوي چې دوی یې هرکلی کوي.

سهیل شاهین وايي دا جریان کافي نه‌دی باید د کرونا له ویروس څخه د ژغورل کېدو لپاره دا پروسه چټکه او راتلونکو بین‌الافغاني مذاکرو ته "ژر" لار اواره شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون وویل چې تېره شنبه او یکشنبه د طالبانو ۱۹۶ بندیان خوشې شوي چې ورسره د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر نږدې ۷۵۰ ته ورسېد.

خو د دې شورا ویاند جاوېد فیصل پرون ازادي راډیو ته وويل، د بندیانو له خوشې کېدو سره سره طالبان لا هم سولې ته ژمن نه‌دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، دوی به هم د بندیانو خلاصولو ته دوام ورکوي.

راپورونه وايي د طالبانو له‌خوا د خوشې شویو بندیانو شمېر ۱۱۴ ته رسېږي.

په پام کې ده حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبان د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړي.