د قطر ملکې ته پرانیستی لیک؛ 'طالبان باید اوربند وکړي'

د قطر ملکه موزا بنت ناصر

د ښځو د حقوقو یو ملاتړي بنسټ، د قطر له ملکې غوښتي چې په قطر کې له مېشتو طالب مشرانو وغواړي، څو اوربند وکړي.

په افغانستان کې په ډېرې چټکۍ سره د کرونا ویروس خپرېدو او تر خوا یې په جګړه کې ملکي تلفات د دې لامل شوي چې د افغان ښځو شبکه د اوربند غوښتنه وکړي.

خو دا غوښتنه دا ځل بل ډول ده.

د دې شبکې غړو په یوه لیک کې چې د قطر ملکې ته یې استولې، له هغې غوښتي، څو له طالبانو وغواړي چې اوربند وکړي.

په دې سر خلاصي لیک کې د قطر ملکې ته په خطاب کې لیکل شوي: "دا چې طالب مشران په قطر کې اوسېږي، ملکه دې ترې وغواړي چې لږ تر لږه د روژې په میاشت کې اوربند وکړي، څو له کرونا ویروس سره د مبارزې فرصت لا زیات شي."

د افغان ښځو شبکې د عدالت غوښتنې څانګې مسوولې روشن مشعل د دوشنبې په ورځ د دې لیک په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د تاوتریخوالي په اړه د خلکو، په ځانګړې ډول د افغانستان د ښځو اندېښنو ته په پام، یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې د روژې مبارکې میاشتې ته د درناوي په پار، اوربند وکړي، د جګړې د پای اساسي لار سوله ده او سوله بیابې له اوربند امکان نه‌لري."

مېرمن مشعل زیاتوي، که طالبان اوربند وکړي، افغان حکومت کولای شي چې له کرونا ویروس سره بریالۍ مبارزه وکړي.

د افغان ښځو شبکې په دې لیک کې له نړیوالو همکارانو او د افغانستان له حکومت هم غوښتي چې له هرې لارې وي، پر طالبان فشار راوړي، څو دا ډله اوربند ته حاضره شي.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم په یوه بیان کې د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي و چې د ملګرو ملتونو د غوښتنې له مخې او د کرونا وایروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره، اوربند وکړي.

کرونا

ولسمشر محمد اشرف غني هم د روژې میاشتې اړوند په خپل خپاره کړې پیغام کې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړه.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما په خپل تازه راپور کې د روان میلادي کال په لومړۍ ربع کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

د دې راپور پر بنسټ، د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې له ۵۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او له ۷۰۰ تنو زیات ټپیان دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم له کرونا ویروس سره د ښې مبارزې لپاره پر اوربند ټینګار کوي.

د دې وزارت د روغتیا څار څانګې رئیس سیدعطاالله سعیدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "اوربند د افغانستان لپاره ډېر مهم دی، ځکه له کرونا ویروس سره باید د مبارزې لپاره مساویانه عمل وشي، خلک ټولو سیمو ته تګ راتګ کوي، ان هغو سیمو ته چې طالبان پرې حاکم دي، باید ټولو ته رسېدنه وشي او له هغوی سمپولونه واخیستل شي، د اوربند پر مهال به په ټول افغانستان کې بریالی کار وکړو. "

بل لورته بیا په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ازادي راډیو ته د یوه پیغام په را استولو سره د اوربند د غوښتنې په اړه وايي، دوی د سولې لپاره یوه هوکړه لاس‌لیک کړې او که چېرې دا هوکړه عملي شوې وای، اوس به جګړه پای ته رسېدلې وه.

شاهین وايي، د افغانستان حکومت په داسې حال کې چې نه غواړي دا هوکړه عملي کړي، د اوربند غوښتنه کړې خو د افغانستان حکومت بیا طالبان د سولې پر وړاندې خنډ بللي دي.