کابل کې ماین چاودنې د برښنا شرکت ۴ کارکوونکي تپیان کړي

برښنا شرکت

د افغانستان برښنا شرکت مسؤلین وایي د کابل په چمتله سیمه کې د دې شرکت پر کارکوونکو ځای پر ځای شوی ماین چاودلی، څلور تنه په‌کې ټپیان شوي دي.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه کارکوونکي د برښنا د یوې الوزول شوې ستنې د ترمیم لپاره سیمې ته تللي ول.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه نن سهار یو ماین چې په مخفیانه ډول ځای پر ځای شوی وو، زموږ پر همکارانو وچاودېد چې زموږ څلور تنه همکاران ټپیان شوي دي او د دوو تنو حالت نازک دی. د دې ترڅنګ کله چې زموږ همکاران له سیمي ووتل، درېیمه چاودنه هم وشوه، خو له نېکه مرغه زموږ همکارانو او نورو تأسیساتو ته په‌کې زیان نه‌دی رسېدلی."

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تر دې دوه ورځې دمخه په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د برښنا د ستنو د نړولو په تور یوه شپږ کسیزه ډله ونیوله.

د برښنا شرکت د چارواکو په خبره، تېر کال په افغانستان کې ۳۰۰ ځله د برښنا ستنې تخریب شوي او یا هم د برښنا د انتقال مزي پرې شوي دي.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، دغه کړنو نږدې یو میلیارد افغانۍ زیان رسولی دی.