هریرود سیند څخه د غورځول شویو افغانانو د موندلو عملیات پیل شوي

د دې پېښې د قربانیانو دقیقه شمیره تراوسه نه ده معلومه شوې.

افغان چارواکو په هرات ولایت کې د هغو کسانو د موندلو لپاره عملیات پیل کړي دي چې ویل کېږي ایراني پوځیانو هریرود سیند ته غورځولي دي.

که څه هم ایراني چارواکو دا ادعاوې رد کړي خو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر پرون وویل چې په دې اړه به هراړخیز تحقیقات وشي.

د دې پېښې د قربانیانو دقیقه شمیره تراوسه نه ده معلومه شوې.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې یوه چارواکي ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې لږترلږه اویا کسان چې غوښتل یې له هرات څخه د ایران خاورې ته ننوځي، د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا وهل شوي او بیا هریرود ته اچول شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون رییس عارف جلالي وايي، پنځو مړي دې روغتون ته رسېدلي چې له دې ډلې څلور کسان په اوبو کې د ډوبېدو له کبله مړه شوي دي.

د هرات د ولایتي شورا رییس احمد کرخي بیا ویلي چې دولس کسان په دې توانیدلي چې ځانونه په لامبو وژغوري او په ګلران ولسوالي کې اوه مړي موندل شوي دي.

طالبانو په یوه بیان کې له ایران څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره د ګاونډیتوب او اسلامي ورورګلوۍ د اصولو پربنسټ سم چلند وکړي.