افغان حکومت: ۹۸ نور طالب بندیان خوشې شول

ارشیف

افغان حکومت د نورو ۹۸ تنه طالب بندیانو د خوشې کولو خبر ورکوي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي چې دا بندیان پرون له پلچرخي زندان څخه خوشې شول.

هغه زیاته کړه: "د ولسمشر له فرمان سره سم پرون ۹۸ تنه طالب زندانیان له پلچرخي زندانه خوشې شول، تردې دمه ټولټال ۶۵۰ بندیان خوشې شوي او له فرمان سره سم ۸۵۰ تنه نور هم خوشې کېږي."

د ملي امنیت شورا بیان زیاتوي چې افغان حکومت ژمن دی چې له طالبانو سره په خبرو کې دایمي اوربند او تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه لاره به اواره ساتي.