روحاني: سبا د ایران په ۱۳۲ ولسوالیو کې جوماتونه پرانیستل کېږي

حسن روحاني

ولسمشر حسن روحاني وايي، د ایران په ځینو هغو سیمو کې به، چې د کرونا ویروس خطر پکې کم دی، جوماتونه سبا دوشنبې بیا پرانیستل شي.

په ایران کې چې په دې سیمه کې د کرونا د وبا له کبله سخت ځپل شوی دی، جوماتونه د مارچ میاشتې په لومړیو کې بند شول.

ښاغلی روحاني نن د کرونا ویروس د مخنیوي له مسوولو چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې وویل د ایران په ۱۳۲ ولسوالیو کې به چې د ټولو له دریو یوه برخه جوړوي جوماتونه له سبا څخه پرانیستل شي.

هغه همداراز وویل چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې موظفه کمیټه د روانې مې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د ښوونځیو د بیا پرانیستو په اړه هم غور کوي.

د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله په ایران کې ۶۱۵۰ کسان مړه شوي او ۹۶۴۴۰ کسان پرې اخته شوي دي.