کرونا سره مبارزې لپاره د افغان حکومت ۸۹،۹ میلیارده افغانیو کڅوړه

د کرونا ویروس د تشخیص لپاره یو لابراتوار

د افغانستان مالیې وزارت وايي، حکومت له کرونا ویروس سره د ګټورې او شفافې مبارزې، د خلکو نه د ملاتړ او عامه هوساینې په هدف د ۸۹،۹ میلیارده افغانیو یوه کڅوړه برابره کړې ده.

د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کڅوړه کې د لګښت پلان او د عوایدو سرچینې شاملې دي.

نوموړی زیاتوي چې د یادې بستې له جملې ۳۳،۱ میلیارده افغانۍ له عادي او پراختیايي بودجې تعدیل شوي چې ۲۹،۷ میلیارده له کارونا ویروس سره د مبارزې او ۳،۴ میلیارده افغانۍ عملیاتي او انکشافي برخو ته ځانګړې شوي چې د تصویب لپاره پارلمان ته لېږل کېږي.

د نوموړي په وینا پاتې پیسې چې په دغه کڅوړه کې شاملېږي د ملي بودجې له طریقه په غیر اختیاري بڼه له بېلابېلو کورنیو بنسټونو او مرسته کوونکو هېوادونو سره په همکارۍ او همغږۍ مصرفېږي.

د ښاغلي مسجدي په خبره، په نویو تعدیلاتو سره به ملي عمومي بودجه چې د مالي کال په پیل کې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ وه ۴۴۹،۴ میلیارده افغانۍ ته لوړه شي.