افغان سولې په اړه د امریکايي ځواکونو او طالبانو د ویاندویانو بحث

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند او د طالبانو ویاند پرون، د مې په ۲مه په بې‌ساري ډول پر ټویټر په بحث کې سره نښتي وو.

دواړو دا لفظي شخړه په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه چې په ټپه ولاړ دی، کړې ده.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ پر ټويټر په یوه پیغام کې وویل چې د امریکا متحده ایالات غواړي چې د سولې بهیر پر مخ ولاړ شي، خو که چېرې وسله‌وال طالبان حملو ته دوام ورکړي په متقابل عمل به لاس پورې کوي.

ساني لګېټ پر ټویټر ولیکل: "حملې د حملو سبب کېږي او زغم د زغم. که چېرې تشدد کم نه‌شي، هو ځواب‌یې ورکول کېږي."

په دې ټویټ کې د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ټګ شوی و.

د ټویټ په ځواب کې مجاهد لیکلي چې د جوړجاړي لاره د دوحې د موافقې په پلي کېدو کې ده.

امریکا او طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه د سولې موافقه لاسلیک کړه. د موافقې پر اساس داسې ګڼل شوې وه چې په افغانستان کې د سولې لپاره د افغانانو خبرې د مارچ په ۱۰مه، پيل شي، خو لا یې څرک نه‌شته.