کندز کې د طالبانو له لوري د امنیتي ځواکونو ازادول مثبت ګام وبلل شو

ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت شورا په کندز کې د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو ازادول، د سولې لپاره د طالبانو یو مثبت ګام یاد کړ.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو له خوا په ۴۶ ازادو شویو کسانو کې ۳۹ یې امنیتي ځواکونه او هغه کسان دي چې حکومت یې طالبانو ته لېست ورکړی و.

ښاغلي فیصل هیله څرګنده کړه چې طالبان د سولې لپاره نور ورته ګتور ګامونه هم واخلي.

نوموړی وایي، د سولې لپاره اړتیا ده چې طالبان تاوتریخوالی هم را کم کړي.

د ملي امنیت شورا وایي، طالبان نه باید د تاوتریخوالي د کمولو اجازه له نورو هېوادونو واخلي او په دې اړه باید د افغانانو غوښتنې ته ځواب ورکړي.