چارواکي: لغمان کې چاودنې ۳ ملکي وګړي وژلي

ارشیف

د لغمان چارواکي وایي چې د مهترلام په ښار کې د دغه ولایت د محبس پر مدیر چاودنې ۳ ملکیان ووژل او د مدیر په ګډون ۴ دولتي کسان یې ټپیان کړل.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي څو شېبې وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې دغه چاودنه نن شنبه له غرمې وړاندې ۱۰ بجې او ۲۲ دقیقې په داسې مهال وشوه چې د لغمان د مرکزي محبس مدیر نورمحمد نیازی په یوه رسمي کار پسې له محبسه د وتلو په حال کې و.

ښاغلي دولتزي وویل چې چاودنه د محبس لومړي قرول ته څېرمه د عمومي سړک پر سر شوې ده.

د دغې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.