چارواکي: سږ کال به بغلان کې د پستې حاصلات دوه برابره شي

ارشیف

د بغلان د کرنې مسوولين وايي، اټکل کېږي چې سږکال به په دغه ولايت کې د پستې حاصلات دوه چنده شي.

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس عبدالغياث صديقي نن ازادي راډیو ته وویل، د اټکل له مخې د پستې ځنګلونو ته مناسبه هوا او بارانونه د دې لامل کېږي چې د تېرکال په پرتله د پستې حاصلات په دغه ولایت کې دوه برابره شي.

تېر کال د بغلان هغه ولسوالۍ چې د پستې ځنګلونه پکې دي حاصلات يې ٣٣٤ ټنه وه.

د ښاغلي صدیقي په خبره. په ټوليز ډول په دغه ولايت کې ٣٨ زره ٣٠٠ هکتاره طبيعي ځنګلونه شته چې له دې څخه ٢٣ زره هکتاره يې د پستې طبيعي ځنګلونه دي.

د پستې دغه ځنګلونه د مرکزي بغلان، دوشي، پلخمري، دهنه غوري او نهرين ولسواليو کې دي.