'تورخم او سپین بولدک به د ټرانزیټ لپاره په اوونۍ کې ۵ ورځې پرانیستې وي'

تورخم

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، د تورخم او سپین بولدک لویې لارې به له پاکستان سره د ټرانزیټ لپاره په اوونۍ کې پنځه ورځې پرانیستې وي.

د دغه وزارت د رسنیو برخې مسوول جواد دبیر نن ازادي راډیو ته وویل، له دې سره به مارکېټ کې د توکو بیې هم راښکته شي.

نوموړي وویل چې دغه اقدام به له راتلونکي دوشنبې څخه د تطبیق وړ وي.

تر دې وړاندي د تورخم او سپین بولدک لویې لارې له پاکستان سره د ټرانزیټ او سوداګریزو توکو د رالېږد په موخه په اوونۍ کی درې ورځي خلاصې وې.

د یاد اقدام په ترڅ کي به هره ورځ د دواړو لورو ۱۰۰ موټره صادرات ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف د ښارونو د قرنطین کولو له امله د افغانستان په زیات شمېر سیمو کې د لومړنیو خوراکي توکو نرخونه په بې ساري ډول لوړ شوي دي.

پاکستان په افغانستان کې دکرونا ویروس له خپرېدو وروسته خپلې سرحدي لارې تړلې وې.