سټارز انډ سټرایپس: د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبلې شمېر په اړه معلومات پټ ساتل شوي

ارشیف، ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • سټارز انډ سټرایپس (Stars and Stripes)

د امریکا چاپ سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې په دې اړه لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې د امریکا په رهبرۍ نړيوال ائتلاف د اول وار لپاره د وسله‌والو مخالفانو د حملو په اړه خپل ولس ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار د جمعې په ورځ ویلي، دا معلومات په داسې پټ ساتل کېږي چې په افغانستان کې ناامني زیاته شوې او امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو په ایستلو بوخته ده.

سټارز انډ سټرایپس لیکي، سیګار کانګرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې د شمېر په اړه هم معلومات پټ ساتل شوي دي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت سیګار ته ویلي، دوی د دغو معلوماتو له شریکولو ځکه ډډه کړې چې دا د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو بحثونو مهمه برخه ده.

راپور وايي، د امریکا دفاع وزارت ښايي د دغو بحثونو تر ختمېدو وروسته د دغو حملو په اړه معلومات خپاره کړي.

د سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې په لیکنه، د قاطع ملاتړ مأموریت ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته د افراطي وسله‌والو له‌خوا پر ائتلافي ځواکونو حملې کمې شوي، خو پر افغان امنیتي ځواکونو حملې زیاتې شوې دي.

په لیکنه کې لولو، د امریکا او طالبانو د موافقې د یوې برخې په توګه واشنګټن له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړي او د ۲۰۲۱م کال د پسرلي تر وروستیو ټول نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، خو طالبان هم د هغې موافقې له مخې ځیني مکلفیتونه لري.

یو دا چې د لیکنې په حواله د افغانستان له حکومت سره به مذاکرې پیلوي، د القاعده شبکې په څېر به له ترورېستي ډلو سره اړیکې پرې کوي او نه به پرېږدي چې د افغانستان خاوره د امریکا او د هغې د متحدانو د امن پر ضد وکارول شي.

  • نیویارک ټایمز (New York Times)

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د کندز د هغه روغتون په اړه لیکنه خپره کړې چې د ۲۰ فیصده کارکوونکو له قرنطین سره سره‌یې دروازې د مراجعینو پر مخ خلاصې دي.

لیکنه په دې عبارت پیلېږي، که څه هم کندز ښار څو څو وارې د طالبانو لاس ته ورغی او جګړې په‌کې روانې وې، خو په روغتون کې لا هم ډاکتران او نرسان په کار بوخت وو.

د ورځپاڼې په لیکنه اوس د کندز حوزوي روغتون د ۳۶۱ کارکوونکو له ډلې شااوخوا ۷۰ ډاکتران او نرسان یا په کرونا ویروس اخته دي، یا په دې ویروس د اخته کېدو په شک قرنطین شوي دي.

په لیکنه کې د روغتون د رئیس ډاکتر نسیم منګل خبرې هم رااخیستل شوي چې ویلي یې دي، د روغتون د دروازې له پرانیستلو پرته بله چاره نه‌شته.

نیویارک ټایمز لیکي، که څه هم روغتون ته نږدې د شپې له‌خوا وسله‌والې جګړې شر و شور جوړوي، خو د روغتون ډاکتران د جګړې هغه لسګونه ټپیان هم نه‌ځوابوي چې هره ورځ ورته راروان وي.

ډاکتر منګل ویلي، اړتیا خو دا ده چې روغتون قرنطین شي، خو بل څه بدیل ورته لرو؟

ورځپاڼې د افغانستان عامې روغتیا د وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز خبرې هم رااخیستي چې د پنجشنبې په ورځ‌یې ویلي، هغسې چې د روغتیا نړیوال سازمان ماډلونو اټکل کړی و، په افغانستان کې د ویروس خپرېدل روان دي او ممکن د دغه هېواد تر نیمایي زیات وګړي په دې ویروس اخته شي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، حکومت که څه هم د ویروس د خپرېدو د سوکه کولو لپاره د خلکو پر تجمع بندیز لګولی او په لویو ښارونو کې قرنطین او محدودیتونه نافذ شوي، خو د افغانستان د روغتیا وزیر ویلي ګڼ کسان دغو اقداماتو ته درناوی نه‌کوي.