ارګ: مهمو او سیاسي موضوعاتو په اړه مذاکرات دوام لري او پرمختګ شوی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ وايي د مهمو او سیاسي موضوعاتو په اړه مذاکرات دوام لري او په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ماښام پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، کله چې خبرې پای ته ورسېږي، حکومت به خپل دریځ او د مذاکراتو جزئیات له ولس سره شریک کړي.

تر دې مخکې د افغانستان په ولسمشریزو انتخاباتو کې د 'ثبات او هم‌پالنې' ټيم کاندید عبدالله عبدالله هم د جمعې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل چې په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.

ده لیکلي، پر یو شمېر اصولو یوه امتحاني توافق ته رسېدلي یو. د توافق د وروستي کولو لپاره کار روان دی.

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ د اپرېل په ۲۹مه نېټه اروپايي ټولنې له عبدالله عبدالله وغوښتل چې سیاسي کړکېچ باید سمدستي پای ته ورسېږي.

په افغانستان کې سیاسي لانجې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وویل، محمد اشرف غني ولسمشريز انتخابات ګټلي، خو د ده انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله دا نتایج ونه‌منل او خپل ځان‌يې ولسمشر اعلان کړ.