عبدالله: د سیاسي کړکېچ د هواري لپاره خبرو اترو کې پرمختګ شوی

عبدالله عبدالله

پخواني افغان اجرائیه رئیس عبدالله وايي، د سیاسي کړکېچ د هواري لپاره خبرو اترو کې پرمختګ شوی او یو ازمایښتي توافق ته رسېدلي دي.

ښاغلي عبدالله نن پر خپل ټویټر ولیکل: "د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې د سیاسي بحران د حل لپاره د ملي شخصیتونو هڅو ثمره لرلې ده."

نوموړې زیاته کړې: "موږ په خبرو اترو کې پرمختګ کړی او په یو شمېر اصولو یو امتحاني توافق ته رسېدلي یوو، د توافق د وروستي کولو لپاره کار روان دی."

ښاغلي عبدالله هیله ښودلې چې ژر تر ژره به دا توافق وروستی شي او دوی به د کرونا ویروس سره په مبارزې، پر دوامدارې او باوقاره سولې، امنیت او اقتصادي ننګونو د ملي یووالي او پیوستون په روحیه تمرکز وکړي."

د محمد اشرف غني او عبدالله ترمنځ سیاسي اختلاف وروسته له هغې زیات شو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اشرف غني د ولسمشرۍ د وروستیو ټاکنو ګټونګی اعلان کړ خو سیال یې عبدالله عبدالله دا نتایج ونه منل او د مارچ په نهمه یې د ولسمشر محمد اشرف غنې د لوړې سره یو ځای جلا د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم پرځای کړل.

د دواړو لورو ترمنځ له اوږدې مودې راهېسې کورنیو او بهرنیو منځګړیو د جوړجاړي هڅې کولې.

د ولسمشر محمد اشرف غني لوري تر اوسه د دې هوکړې د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي خو پرون د ولسمشر لومړي مرستیال سرور دانش ویلي وو، ښاغلي عبدالله د مصالحې د شورا مشرتابه منلی دی او د دواړو لورو ترمنځ سیاسي کړکېچ به زر پای ته ورسېږي.

د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې جزئیات او دا چې عبدالله او ټیم به یې په حکومت کې څه رول ولري تر اوسه روښانه نه دی.