لا هم له افغانستانه بهر ۶.۵ میلیونه افغانان ژوند کوي

پېښور کې ځینې افغان کډوال- ارشیف

افغانستان یو له هغو درېیو هېوادونو دی، چې د نړۍ په کچه یې د پناه غوښتونکو او کډوالو شمېر زیات دی.

د ایشیا ټایمز خپرونې په حواله، شپږنیم میلیونه افغانان لا هم له افغانستانه د باندې ژوند کوي.

ډېر افغان پناه غوښتونکي او کډوال په ایران، پاکستان، اروپايي ټولنه، امریکا او اسټرالیا کې مېشت دي.

په افغانستان کې د تېرو نږدې دوو لسیزو پرمختګونو هم نورو هېوادونو ته د افغانانو د پناه غوښتنې او کډوالۍ لړۍ بنده کړې نه ده.

د هانک کانګ ایشیا ټایمز خپرونې په حواله، افغانان لا هم د بېلابېلو دلایلو له مخې نورو هېوادونو ته پناه وړي.

د خپرونې د اټکل له مخې دا مهال شپږنیم میلیونه افغانان له خپل هېواده د باندې ژوند کوي، چې ډېری یې د ایران او پاکستان تر څنګ په اروپايي هېوادونو، امریکا او اسټرالیا کې مېشت دي.

خپرونې د کډوالۍ او پناه غوښتنې بېلابېل علتونه یاد کړی، چې په سر کې یې ناامنیو او سیاسي لانجو ته اشاره کړې ده.

د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش او نورو افراطي ډلو فعالیتونو هم په افغانستان کې وضعیت کړکېچن کړی دی.

خپرونې دغه راز د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته راغلی سیاسي کړکېچ هم د یوې ستونزې په توګه یاد کړی، چې خلک یې په ذهني لحاظ ناارامه کړي دي.

ایشیا ټایمز لیکي، بین الافغاني خبرې پیل شوې نه دي او د افغانستان د لانجې د سیاسي حل کومه څرګنده نښه هم نه سترګو کېږي او دغو ټولو ستونزو له افغانستانه د خلکو وتل زیات کړي دي.

په کابل کې د پوهنتون استاد عزت الله پېژاند وايي، په هغو افغانانو کې چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو هڅه کوي، ډیری یې ځوانان دي.

هغه زیاتوي: "تر ټولو ستر لامل ناامني ده، ځکه چې کله په یوه هېواد کې ناامني وي، هلته کار هم نه وي، د وزګارتیا کچه په کې لوړه وي. اکثره ځوانان چې له پوهنتونو او تحصیلي ادارو فارغېږي، لازم فرصت نه ورته برابرېږي چې لازمه دنده ومومي."

ایشیا ټایمز خپرونه له افغانستانه د مهاجرتونو د دوام بل علت د ټولنیزو شبکو په مجازي نړۍ کې د نورو هېوادونو له پرمختللي ژونده متاثره کېدل دي.

د خپرونې په باور زیات افغانان د دې لپاره چې سوکاله، باامنه او هوسا ژوند ولري، دغه راز ډېرې پیسې وګټي، نو هڅه کوي په نورو هېوادونو کې پناه واخلي.

خو عزت اله پېژاند بیا له حکومت او د کوچنیو کار و بارونو له خاوندانو غوښتنه کوي، چې د کارونو په پیدا کولو سره د ځوانانو د وتلو مخه تر ډېره نیولای شي.

هغه زیاته کړه: "کوچني تشبثات چې په اقتصادي وده کې ډېره ګټه لري او د ژوندانه په جوړولو کې یې هم رول پراخ دی، په دې برخه کې کار وکړي، د دې تر څنګ که حکومت د دغو تشبثاتو مرسته وکړي، فکر کوم دا مشکل به تر ډېره حده حل شي."

ایشیا ټایمز زیاتوي، په تېرو دوو لسیزو کې ګڼو افغان کډوالو هیله درلوده چې افغانستان ته ستانه شي، خو د حکومت، ملګرو ملتونو او کوربه هېوادونو له هڅو سره سره نه یوازې دوی ستانه شوي نه دي، بلکې د افغانانو د وتلو لړۍ لا هم روانه ده.

هغه افغانان چې په وروستیو کې په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې هڅه کوي، د یونان او نورو هېوادونو پر ډېرو خطرناکو لارو مزلونه کوي، چې کله-کله تر منزله نه رسېږي.