ارزګان او کندهار کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

په ارزګان کې چارواکي وايي، ددې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو په په بریدونو کې ۳ افغان سرتېري وژل شوي، دري تنه ټپیان دي اویوتن نادرکه دی.

دوی همدارنګه وايي چې په دې جګړه کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي او پنځه ټپیان دي.

د دغه ولایت د والي ویاند زړګې عبادي نن ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دا بریدونه تېره شپه شاوخوا ۱ بجه د ترینکوټ ښار اړوند د نچین په سیمه کې د ولسي پاڅون کونکو پر کمر بندي پوستو کړي.

نوموړي وايي، په دې بریدونو کې د ولسي پاڅونکونکو یوه پوسته هم ویجاړه شوې ده.

بلخوا بیا د پولیسو لیکو کې یوې باروي سرچني ازادي راډيوته ته د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۲ تنه یاد کړی او وايي د نادرکو شمېر هم زیات دی.

په ورڅېرمه ولایت کندهار کې هم د افغان ځواکونو او طالب وسلوالو ترمنځ ته د نښتو راپور ورکړل شوی.

د کندهار د امنیې قومندانۍ په یو بیان کې ویلي چې تیره شپه وسله والو طالبانو د کندهار پنجوایی ولسوالۍ د کړندي په سیمه کي پر پولیسو حمله کړي چي پولیسو مقاومت کړي پنځه وسله وال یی وژلي او شپږ نور یي تپیان کړي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.