د کرونا ویروس خپرېدا د کاګرانو د نړیوالې ورځې لمانځل اغېزمن کړي

ارشیف

په نړۍ کې په میلیونونه کسان هر کال د مې په لومړۍ نېټه لاریونونه کوي او د کارګرانو نړیواله ورځ لمانځي، خو سږ کال د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي بندیزونو دا هڅې اغېزمنې کړې دي.

په نړۍ کې اکثریت خلک له لویو غونډو منع شوي دي.

په اروپا کې د کارګرانو لاریونونه لغوه شوي دي، په روسیه کې هم چې د کارګرو په نړیواله ورځ کې به نور کلونه ډېرو خلکو برخه اخیسته سږ کال د کرونا ویروس له امله لاریونونه لغوه شوي دي.

د دې ورځې د لمانځلو لپاره د کارګرانو اتحادیو خپل ملاتړي په نړۍ کې هڅولي دي چې په خپلو کورونو کې او د کورونو په بالکونونو کې شعارونه راځوړند کړي او یا دې د خواله رسنیو له لارې له کارګرو سره خپله خواخوږي څرګنده کړي.