ټرمپ: داسې شواهد لرو چې کرونا ویروس د چین له یوه لابراتواره راوتلی

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وايي، داسې کره شواهد یې ترلاسه کړې دي چې پر دې دلالت کوي چې کرونا ویروس د چین له یوه لابراتواره راوتلی دی.

ډونالډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د اوس لپاره نه شي کولی چې په دې اړه نورجزییات څرګند کړي، ځکه چې اجازه یې هم نه لري.

هغه زیاته کړه: "موږ غواړو چې پوه شو چې دا ویروس له کوم ځایه راغلی دی، له چا راغلی دی، څه شوې دي، دا به په بیل ډول او علمي توګه ترلاسه کړو."

داسې وړاندوینه کېږي چې د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې به د امریکا او چین ترمنځ د کرونا ویروس پر سر اختلافات ژور کړي.

د امریکا ولسمشر اټکل کوي چې ښایي د کرونا ویروس سهواً د ووهان د ویروس پېژندنې له لابراتوار څخه بهر شوی وي.

چینایي چارواکي وایي، داسې هیڅ شواهد نه شته چې د کرونا ویروس اصلي سرچینه معلومه کړي، خو یوشمیر متخصصانو ویلي دي چې دا ویروس د ووهان په ښار کې د وحشي ژویو د غوښې د خرڅلاو له بازاره خپور شوی دی.