ملګرو ملتونو افغانستان کې پر اوربند ټینګار وکړ

انټونیو ګوټیرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې پر اوربند ټینګار وکړ.

انټونیو ګوټیرش پرون وویل چې ملګرو ملتونو ډيرې هڅې پيل کړې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

د ملګرو ملتو سرمنشي په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله مخکې د مارچ په درویشتمه ۲۳ نېټه هم په ټوله نړۍ کې د افغانستان په ګډون چې جګړې پکې روانې دي د ښکېلو ډلو ټپلو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې وه.

ښاغلي ګوتیرش پرون وویل چې تر دې دمه په نړۍ کې ۱۶ وسله والو ډلو د ده غوښتنه منلې ده او اوربند ته یې غاړه ایښې ده.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د روژې مبارکې د راسېدو په پيغام کې له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې وه خو طالبانو وویل چې دا غوښتنه د اوس لپاره معقوله نه ده.