آیا افغان سیاستوال د جذبې تر څنګ د بین الافغاني خبرو لپاره اجنډا هم لري کنه؟

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • آی پولیټیکس

کاناډایۍ آنلاین ورځپاڼې آی پولیټیکس په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ د عالي استازي او د اروپايي ټولنې د کمېسیون د مرستیال جوزف بوریل فونتیلیس په قلم لیکل شوې مقاله خپره کړې ده.

د مطلب په سر کې راغلي چې د افغانستان جګړه باید هېره نه شي او د خلکو یې باید ملاتړ وشي.

لیکوال زیاتوي چې په افغانستان کې له اوږدې جګړې او د ډېرو انسانانو له مړینې وروسته لا هم د یوه نوي پیل لپاره فرصت شته.

ښاغلی بوریل لیکي چې که څه هم هرڅه د افغانانو په لاس کې دي، خو نړیواله ټولنه مکلفیت لري چې د دوی ملاتړ وکړي او اجازه ورنه کړي چې افغانستان یوځل بیا د تشدد په وسیله د اساسي فردي حقونو د ځپلو دورې ته ورستون شي.

د اروپايي ټولنې دا جګپوړی چارواکی د مطلب په دوام لیکي چې نړۍ اوس مهال د کرونا له وبا سره پر مبارزه تمرکز کوي او د دې خطر دا دی چې افغانستان د نړۍ د خبرونو له سرلیکونه ورکېږي.

خو ښاغلی بوریل وايي چې دا به یوه غلطي وي ځکه د ده په وینا نړیوال له افغانانو سره ګې ګټې لري نو باید په دې هېواد کې د دایمي سولې د ټینګښت او د یوه فعال دولت له جوړېدو سره مرسته وشي.

  • د افغانستان د تحلیګرانو شبکه

دوی پرخپله ویبپاڼه په یو خپاره شوي مطلب کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هغو طرحو ته کتنه کړې چې سیاسي ډلو او ټولنو چمتو کړې دي.

په مطلب کې راغلي دي چې په فبروري میاشت کې افغانستان ته د سولې د راوستو د موافقې له لاسلیک وروسته د ټولو پاملرنه د بین الافغاني خبرو پیل ته واوښته په داسې حال کې چې په دې برخه کې ډېر لږ وضاحت شته.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه د هغو پنځو طرحو یادونه کوي چې سیاسي ډلو او تحقیقاتي شبکو په دې وروستیو کې چمتو کړي او په هغو کې د بین الافغاني خبرو مهم موضوعات نغښتي دي.

لومړۍ طرح د افغانستان د سولې هر اړخیز پلان د جمعیت اسلامي ګوند، دوهمه د سولې د بین الافغاني خبرو طرح دآسیا زړه ټولنې د خپلواک تحقیقاتي مرکز، دریمه د سولې او له بحران څخه د افغانستان د ژغورنې په نوم طرح د پخواني ولسمشر حامدکرزي، یو شمېر جهادي مشرانو او مدني ټولنو د فعالانو، څلورمه طرح د خلکو د محور په نوم د ملي امنیت د پخواني رییس رحمت الله نبیل د جریان او پنځمه طرح د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي له خوا چمتو شوي دي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په مطلب کې راغلي، اوس پوښتنه دا ده چې آیا افغان سیاستوال د جذبې تر څنګ د بین الافغاني خبرو لپاره اجنډا هم لري کنه؟