د روسیې صدراعظم پر کرونا ویروس اخته شوی

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین وروسته له هغې چې د کرونا په ویروس اخته کېدل یې تایید شول، په قرنطین کې د پاتې کېدو خبر ورکړی دی.

میشوستین د پنجنشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په ویډیو خبرو کې وویل: "زه خبر شوم چې زما د کرونا ویروس معاینات مثبت وو."

هغه زیاته کړه چې دا به ځان په قرنطین کې وساتي څو نور همکاران یې خوندي اوسې.

میشوستین وړاندیز وکړ چې د صدراعظم لومړی مرستیال اندري بیلووسوف به په موقته توګه د ده دندې پر مخ وړي، خو د روسیې صدراعظم ټینګار وکړ چې له ټولو مهمو مسالو سره به تماس کې پاتې شي.

کرملین وروسته اعلان وکړ چې ولسمشر پوتین د یو فرمان له مخې بیلووسوف موقت صدراعظم ټاکلی او میشوستین ته یې د ژر رغيدو هیله کړې او څرګنده کړې یې ده چې هغه به د روسیې د اقتصادي رغښت لپاره د پالیسیو په جوړولو کې کار ته دوام ورکړي.

۵۴ کلن میشوستین د جنورۍ په میاشت کې د روسیې صدراعظم وټاکل شو.

د نوموړې په داسې ورځ په کرونا اخته ګڼل کیږي چې روسیې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د ۷۰۹۹ نویو پېښو راپور ورکړی.

له دې سره په روسیه کې په کرونا د اخته کسانو شمېر یو لکو شپږ زرو ۱۰۶۰۰۰ ته ورسېده.