نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د قرنطین ناوړه اغېزې

امریکا کې اقتصادي معلومات ښيي چې ښايي وضیعت تر دې هم خراب شي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د څو اوونیو د قرنطین ناوړه اغېزې په څرګندېدو دي.

د امریکا له متحدو ایالتونو او اروپا خپرېدونکي معلومات ښيي چې دغلته د بې کارۍ کچه په لوړېدو او په اقتصادي عوایدو کې ژور کموالی راغلی دی.

د مارچ د میاشتې له نیمايي راهیسې چې د کرونا ویروس له کبله د متحده ایالتونو کاروبارونه تړل شوي، تر ۳۰ میلیونو زیاتو کسان په دې هېواد د بې کارۍ اسناد سپارلي دي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د کار له وزارت څخه خپاره شوې معلومات ښيي چې یوازې تېره اوونۍ څه کم څلور میلیونه امریکايي کارګرو د لومړي ځل لپاره د بې کارۍ د مزد د ترلاسه کولو غوښتنه کړې.

دا پر هغو ۲۶ میلیونو کسانو ور زیات شول چې دلته یې په تېرو شپږ اوونیو کاربندیز کې د بې کارۍ اسناد سپارلي دي.

په داسې حال کې دا مهال په شپږو امریکایي کارګرو کې یو یې کار نه لري، اقتصاد پوهان وړاندوینه کوي چې د بې کارۍ کچه به تر دې هم لوړه او په سلو کې به ۲۰ ته ورسېږي.

د بیکارۍ وروستۍ شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې ترې یوه ورځ مخکې د امریکا د دحکومت له خپرو شویو معلوماتو ښکاره شوه چې د کال په لومړۍ ربعه کې د دې هېواد اقتصاد ۴ عشاریه ۸ فیصده را لوېدلی.

په داسې حال کې چې په امریکا کې د کرونا له کبله محدودیتونه د مارچ له میاشتې پیل شوي، اقتصادي معلومات ښيي چې ښايي وضیعت تر دې هم خراب شي.

په اروپا کې د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د احصايې د ادارې اټکل وښوده چې د ایرو زون اقتصاد هم د کال په لومړی ربعه کې په سلو کې څه کم څلور رالوېدلی دی.

په اروپا کې بې کارې لږ څه لوړې شوې او په مارچ میاشت کې په سلو کې ۷ عشاریه ۴ ته ورسېده.

اروپايي ادارې اټکل کوي چې تېره میاشت یوازې صفر عشاریه یو فیصد بیکاري زیاته شوې.

د اروپا د کار په مارکېټ دا نسبي ثبات د هغه سوشل پروګرام له کبله دی چې حکومتونه ددې په بدل کې چې کمپنۍ به کارګر نه وباسي تر ډېره د کارګرانو معاشونه ورکوي.

په فرانکفورت کې د اروپا د مرکزي بانک مشره کریسټینا لیګارډ د هغو نولس هېوادونو په اړه چې ایرو د پولي واحد په توګه کاروي ویلي چې دا هیوادونه له سخت حالت سره مخ دي.

کریسټینا لیګارډ

هغه زیاتوي: "د ایرو د سیمې هېوادونه په داسې سرعت او اندازه د اقتصادي لړزې سره مخ دی چې د سولې پر مهال یې ساری نه دی لیدل شوی، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي تدابیرو د ایرو زون او ټوله نړۍ کې اقتصادي فعالیتونه ځنډولي دي."

لیګارډ ویلي: "د اپریل په میاشت کې په اقتصادي فعالیتونو کې د زیات او ناڅاپي کموالي راتګ دا ښيي چې اغېز به یې ددې کال په دویمه ربعه کې تر اوس هم زیات وي او ممکن د دې هېوادونو اقتصاد په سلو کې ۱۵ راغورځوي.

یوازې په څو اونیو کې د امریکا په متحده ایالتونو او اروپا کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره، کاروبارونه وتړل شول، تجارت او د اکملاتو لارې ګډې وډې شوې او ګڼ خلک په کورونو کیناستل.

که څه هم اوس د امریکا یو شمیر ایالتونو او ځینو اروپايي هیوادونو په تدریجي ډول د کاروبارونو بېرته پرانیستل پیل کړي، ځینو نور یې د پرانیستلو لپاره پلانونه جوړ کړي، خو ګن امریکایان او اروپایان بیرته د کاربارونو له پیل، سفر، او په رسټورانټونو کې له خوراک ‌ډډه کوي.

بل خوا د ګڼو هېوادونو مرکزي بانکونو ټینګار کړی چې دوی به له ټولو وسایلو کار واخلي څو ډوبېدونکي کاروبارونه وژغوري.

په اروپا او امریکا کې حکومتي مالي ادارو د کارګرو او کاروبارونو د ملاتړ لپاره بېلابېل پلانونه او تدابیر خپل کړي دي.