امریکا کې تجربه شوي درمل په کرونا ویروس اخته کسان لنډ وخت کې تداوي کوي

ارشیف

د امریکا حکومت وايي، د یوه درمل تجربوي استعمال ثابته کړې چې د کرونا په ویروس اخته کسان په لنډ وخت کې تداوي کېږي.

دا درمل د امریکا د روغتیا ملي انسټټیوټ په څه باندې زر تنو تجربه کړی او ډېره ښه نتیجه‌یې لرلې ده.

پر ریمدي سیور درملو د پراخې څېړنې پایله پرون چهارشنبه اعلان شوه او وویل شول چې دا درمل د 'کووېډ-۱۹' ناروغ د ناروغۍ موده چې له ۱۱ ورځو تر ۱۵ ورځو پورې ده، په متوسط ډول څلورو ورځو ته رالنډوي.

څېړونکي وايي، هغو کسانو ته چې دا درمل ورکړل شوي، د هغوی په منځ کې د مړینو شمېر هم لږ دی.

د امریکا د انتاني ناروغیو متخصص ډاکتر انتوني فاوچي دا درمل د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د تداوۍ لپاره فوق‌العاده پرمختګ وباله.

ډاکتر انتوني فاوچي

فاوچي چې د انتاني ناروغیو او الرژۍ د ملي انسټټیوت رئيس دی، وايي چې دا یو مهم ثبوت دی چې دا درمل د کرونا ویروس مخه نیسي.

په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' د ریمدي سیور د اغېز په اړه دا څېړنه د امریکا د روغتیا د ملي انسټټیوت له لوري په یو زر او ۶۳ تنو ناروغانو شوې ده.

فاوچي وویل، په چین کې هم په دې درملو په وروستیو کې ازمېښت شوی و، خو د چین څېړنه بشپړه نه‌وه. ده زیاته کړه په چین کې ډاکترانو دا دوا ۲۳۷ تنو ته ورکړې وه.

دوی له هغو کسانو پرته چې تنفسي الو ته‌یې اړتیا پیدا شوې، په نورو د دې درملو مثبت اغېز نه‌و موندلی.

امریکا، نیویارک

خو دا درمل تر اوسه پورې د امریکا د متحده ایالاتو د خوراکي موادو او درملو د تنظیم ادارې تأیید کړي نه‌دي. دا اداره وايي چې د درملو له جوړوونکې کمپنۍ سره په خبرو بوخته ده چې زیاته جوړه کړي او ناروغانو ته ورسېږي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې په امریکا کې په کرونا ویروس د ورځې د ۲۵۰۲ تنو مړینه ثبت کېږي او د جانز هاپکنز پوهنتون له شمېرو سره سم تر پرون پورې په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۶۱ زرو ته ورسېد.