غزني کې نږدې ۲۰ ټنه بنګ نیول شوي

ارشیف

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ګیلان ولسوالۍ کې څه د پاسه ۲۰ ټنه بنګ نیولي چې پر بزګرو باندې یې د خرڅلاو لپاره دې ولسوالۍ ته قاچاق کول.

په دې وروستیو دوو کالو کې په غزني ولایت کې د چرسو تولید او قاچاق هم ډېر شوی دی.