فاروق مازیګر: داعش چې مې کور ولوټه ما هم قلم پر ځمکه کېښود.

د ازادي راډيویي مجله

د ازادي راډیويي مجلې نننۍ ګڼه چې د ازادي راډیو د درېیو ارواښادو خبریالانو سباوون کاکړ، عبادالله حنانزي او فرشتې محرم درانۍ روح ته ډالۍ شوې په یو شمېر هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې شوې ده.

د ازاډي راډیو د افغانستان د برخې رئیس قادر حبیب د اپریل ۳۰مې نېټې پېښې په پار د ازادي راډیو رسنیزه ژمنتیا راتازه کوي.

په هنر جاج کې د پښتو ژبې د هارون باچا سره د کرونا پر وړاندې د تبلیغاتو په برخه کې د هنر د ونډې جاج اخلو.

په فنکار برخه کې له ځوان شاعر فاروق مازیګر سره د هغه په فن غږیږو.

په زرپاڼه کې به لنډه کیسه بېړنی خبر واورئ.

او په وریښمین خیال کې به وبا نظم واورئ.

دا خپرونه پوهنیار محبوب شاه محبوب جوړه کړي چې تاسو يي د لاندې لېنګ په لېکاږلو اورېدلای شی:

Your browser doesn’t support HTML5

ازادي مجله