تندر قول اردو: پکتیا کې د طالبانو برید ۲ سرتېري وژلي او ۳ ټپیان کړي

د پکتیا ولایت نقشه

په پکتیا کې د پوځ مسئولین وایي، طالبانو مرکز ته نږدې 'غوریزې' سیمه کې د محلي اردو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي دي.

په دغه ولایت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسؤل ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل، بریدونه چې تېره شپه وشول، په شا تمبول شوي چې دواړو لورو ته مرګ‌ژوبله هم لري.

هغه زیاته کړه: "د ګردېز اړوند د محلي اردو پر پوستو برید وشو، برید په شا وتمبول شو، خو زموږ دوه سرتېري په‌کې وژل او درې ټپیان دي، طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې او د دوی دوه وسله‌وال ژوندي نیول شوي دي."

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.