د اسرائیل دفاع وزیر: سوریه کې د ایران پلوه ځواکونو ضد جدي دریځ خپلوو

د اسرائیل دفاع وزیر نفتالي بنیت

د اسرائیل دفاع وزیر نفتالي بنیت (Naftali Bennett) وايي، هېواد یې په سوریه کې د هغو ځواکونو پر ضد چې ایران‌یې ملاتړ کوي، جدي دریځ خپلوي.

د اسرائیل رسنۍ وايي چې بنیت دا خبرې پرون سې شنبه کړې دي.

نفتالي بنیت زیاته کړې چې اسرائیل د خپلو سرحدونو په اوږدو کې نورو ستراتېژیکو تهدیداتو ته اجازه نه‌ورکوي.

تر دې یوه ورځ مخکې په سوریه کې څلور ایران‌پلوه جنګیالي په یوه راکټي حمله کې ووژل شول.

خو د اسرائیل دفاع وزیر د تېرې دوشنبې په راکټي حمله کې د اسرائیل دخالت په مشخص ډول نه‌دی تأیید کړی.

که څه هم د اسرائیل پوځ معمولاً د خپلو پوځي عملیاتو په اړه تبصره نه‌کوي، خو په وروستیو کلونو کې یې په سوریه کې په سلګونه حملې کړي او ایراني ځواکونه، د سوریې د دولتي ځواکونو مورچلې او حزب‌الله ډله‌یې په نښه کړي دي.