سوریه کې یوې چاودنې ۴۰ ملکیان وژلي

ارشیف، په سوریه کې چاودنه

د سوريې په شمالي ښار عفرین کې یوې چاودنې لږترلږه ۴۰ ملکیان وژلي دي.

په وژل شویو کې ۱۱ ماشومان هم شامل دي.

عفرین د ترکیې له ملاتړ برخه‌منو وسله‌والو په کنټرول کې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتي سازمان د وژل شویو شمېر ۴۶ یاد کړی او په ډله کې یې د وژل شویو ماشومانو شمېر دوی هم ۱۱ بللی دی.

د دغه سازمان رئیس رامي عبدالرحمن ویلي چې په دې چاودنه کې ۵۰ کسان ټپیان هم دي چې د ځینو وضعه ښه نه‌ده او ممکن د مړو شمېر زیات شي.

رحمان ویلي په وژل شویو کې د ترکیې پلوي لږترلږه شپږ جنګیالي شامل دي.

اخوا د ترکیې دفاع وزارت د کردانو په مشرۍ د خلکو د ساتنې ډله د دې برید مسؤله بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګس هم په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی او ویلي یې دي چې د جنګ د هر لوري له‌خوا که وي دا ډول بزدلانه کړنې د منلو نه‌دي.

هغې همداراز ویلي چې امریکا متحده ایالات په سوریه کې د سراسري اوربند غوښتونکی دی.