چارواکي: کندهار کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه کندهار کې د عملیاتو پر مهال

د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې په شاه ولیکوټ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او پنځه نور یې ژوبل دي.

لومړۍ پېښه په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو د وسله‌والو طالبانو حمله وه چې وروسته وسله‌واله نښته شوې ده.

بله پېښه د خاکرېز ولسوالۍ په منډیګک سیمه کې پر وسله‌والو طالبانو هوايي حمله ده.

د دغو پېښو د مرګ‌ژوبلې په اړه د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل: "د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د باغ دي سري په سیمه کې وسله‌والو پر امنیتي ځواکونو حمله کړې چې امنیتي ځواکونو د وسله‌والو پر وړاندې په زړورتیا مقامت کړی، اته وسله‌وال یې وژلي او درې نور یې مرګوني ټپيان کړي دي. همدارنګه د خاکرېز ولسوالۍ د منډیګګ په سیمه کې هوایي ضربات شوي چې په هغو کې درې وسله‌وال وژل شوي او دوه نور یې مرګوني ټپیان شوي دي."

د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

وسله‌والو طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.