د سولې په اړه د عبدالله او ایران د بهرنیو چارو وزیر ټیلیفوني خبرې

د افغانستان پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان پخواني اجرائیه رئیس د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره د افغانستان د سولې لپاره پر سیمه‌ییزې اجماع او سمدستي اوربند خبرې وکړې.

عبدالله عبدالله پرون د دې ټیلیفوني مکالمې خبر په ټویټر کې ولیکه، خو نور جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

د افغانستان حکومت تر دې مخکې د سولې لپاره سیمه‌ییزه اجماع مهمه بللې وه.

افغان چارواکو څو ځله له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه دې ډلې دا غوښتنه نه‌ده منلې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اپرېل په ۲۳مه، وویل چې بندیان نه‌دي خوشې شوي او په داسې وخت کې د اوربند غوښتنه معقوله نه‌ده.

د فبرورۍ په ۲۹مه، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د سولې تړون وکړ چې له مخې یې باید افغان حکومت تر پنځه زره پورې طالب بندیان خوشې کړي او طالبان تر زرو پورې د حکومت کسان.

خو د زندانیانو پر سر د ارګ او طالبانو د اختلافاتو له کبله دا بهیر تر اوسه بشپړ شوی نه‌دی.