ځیني اروپايي هېوادونو کې لګول شوي بندیزونه محتاطانه ډول کمېږي

په اروپا کې ګڼ هېوادونه د خپلو زیانمنو شويو اقتصادونو د بیا غوړېدو لپاره محدودیتونه او قرنطین راکموي، خو تر ځینو شرایطو لاندې، لکه له نورو خلکو جسمي فاصله ساتل او د ماسکونو کارول.

له ایټالیا نیولې تر نیوزیلنډه پورې د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه او قرنطین په محتاطانه راکمېږي.

په اروپا کې ګڼ هېوادونه د خپلو زیانمنو شويو اقتصادونو د بیا غوړېدو لپاره محدودیتونه او قرنطین راکموي، خو تر ځینو شرایطو لاندې، لکه له نورو خلکو جسمي فاصله ساتل او د ماسکونو کارول.

وروسته له هغې چې جرمني ځینې محدودیتونه لیرې کړل، د حکومت روغتیايي ادارې تر دې اقدام یوه اوونۍ وروسته یو وار بیا په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو په شمېر کې د زیاتېدو راپور ورکړ.

په بریتانیا کې صدراعظم بوریس جانسن چې له کرونا وایروس یا کوویډـ۱۹ تر روغېدو وروسته پرون بېرته خپل دفتر ته ستون شوی، وايي هېواد یې له حد اکثر خطر سره مخامخ دی او محدودیتونه به په بیړه کم نه کړي.

بوریس جانسن

په بریتانیا کې په کرونا ویروس د مړو شمېر تر ۲۱زرو اوښتی، په دغه شمېر کې د زړو کسانو د ساتنې په مرکزونو مړینې شاملې نه دي چې ګومان کېږي زرګونه به وي.

په اروپا کې له هغو هېوادونو چې کرونا ویروس زیات ځپلي ایټالیا او فرانسه دي، چې په راروانو اوونیو کې به لګول شوي محدودیتونه په تدریجي ډول کموي.

د امریکا د متحدو ایالتونو په ځینو ایالتونو کې هم په کورونو کې د خلکو د پاتې کېدل یا پای ته رسول شوي یا یې د ختمولو پلانونه سنجول شوي دي.

تر بل هر هېواد د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس ډېر کسان اخته دي چې شمېر یې تر یو میلیون اوښتی او په دې ویروس د مړینو شمېر په کې تقریباً ۵۷زرو ته رسېږي.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر درېیو میلیونو اوښتی او په دې ویروس په نړۍ کې تر ۲ لکو او ۱۱زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

خو فایننشل ټایمز ورځپاڼې اټکل کړی، چې په کرونا ویروس د مړینو شمېر ښايي تر ورکړل شویو شمېرو ۶۰ فیصده زیات وي.

ورځپاڼې په ۱۴ هېوادونو کې د مړینو شمېر ته د لاسرسي د تحلیل پر اساس دا اټکل کړی دی.

د چین پر ورکړل شویو ارقامو هم شک کېږي او انتقادونه شته چې د چین حکومت په لومړیو کې هڅه کړې چې په وهان ښار کې د کرونا ویروس د خپرېدو موضوع پټه وساتي.

که څه هم چین پرون دوشنبه په کرونا ویروس یوازې د ۶ کسانو د اخته کېدو خبر ورکړی، خو په تېرو ۱۲ ورځو کې یې په دې ویروس د نویو مړینو راپور نه دی ثبت کړی.

خو د چین دولتي رسنیو نن راپور ورکړی، چې به شاآنشي ولایت کې نن سې شنبه د کرونا ویروس ۲۰ نوې پېښې ثبت شوي دي.

چین کې په تېرو ۱۲ ورځو کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.

په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر اووه اتیا زرو زیات شو، چې له دې سره روسیه په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر له مخې تر چین مخکې شوه.

په چین کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۸۳زره ګڼل کېږي.

که څه هم د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو کرونا وایروس یو عادي والګی بللی و، خو داسې ښکاري چې برازیل به د دغه ویروس د خپرېدو بله عمده ساحه وي.

په برازیل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر اووه شپېته زره ګڼل کېږي او د مړینو شمېر په کې تر ۴۵۰۰ اوښتی دی.