د پکتیا ولايتي شورا: طالبانو د روژه‌ماتې پر مهال ۴ سرتېري وژلي

د پکتیا نقشه

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې تېر ماښام څلور سرتېري د روژه‌ماتې پر مهال وژل شوي.

د پکتیا د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځي نن سهار ازادي راډیو ته وویل، د دولت وسله‌والو مخالفانو د ګردېز په څلورمه امنیتي حوزه کې د پولیسو پر پوسته داسې مهال برید وکړ چې هغوی روژه ماتوله.

هغه زیاته کړه: "که څه هم طالبانو د دې برید په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي خو ملګري ملتونه وايي چې وسله‌والو طالبانو له امریکا سره د سولې له موافقې وروسته بریدونه زیات کړي دي.