روسیې امریکا په شمالي قطب کې د مقابلې پالېسۍ پر مخ بېولو تورنه کړه

د امریکا او روسیې بیرغونه

د ډنمارک لپاره د روسیې سفیر د امریکا متحده ایالاتو په شمالي قطب کې د مقابلې د پالېسۍ په پر مخ بېولو تورن کړ.

ولادیمیر باربین پرون دوشنبه وویل، امریکا په دې ډول غواړي پر سیمه تسلط تر لاسه کړي.

تر دې څو ورځې مخکې واشنګټن د ګرینلنډ لپاره چې د ډنمارک شاهي هېواد یوه کورواکې سیمه ده د ۱۲ میلیونه او یو لک امریکايي ډالرو په ارزښت د اقتصادي مرستې د بستې اعلان وکړ.

واشنګټن په عین حال کې د ګرینلنډ په مرکز نووک کې د خپلې قونسلګرۍ چې په ۱۹۵۳م کال کې تړل شوې وه د بیا پرانیستلو د پلانونو اعلان هم کړی.

ولادیمیر باربین د ډنمارک لپاره د امریکا د سفیرې کارلا سندس (Carla Sands) پر وروستیو څرګندونو هم انتقاد کړی دی.

مېرمن کارلا په شمالي قطب کې د روسیې فعالیتونه "تهاجمي" او د سولې د ټینګولو د هغو هڅو پر لار خنډ بللي وو چې لوېدیځ‌یې مخ ته وړي.