سوریه کې د اسرائیلو میزائیلو حمله کې ۴ ایران‌پلوه ملېشه وژل شوي

سوریه

یوه څارونکې ډله وايي په سوریه کې د اسرائیلو د میزائیلو په حمله کې څلور ایران‌پلوه ملېشه او درې ملکیان وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار اداره وايي دا حمله پرون د پلازمېنې دمشق د جنوب په مربوطاتو کې شوې ده.

دغې ادارې ویلي، د میزائیلو په دغه حمله کې هغه سنګرونه ویشتل شوي چې په ایران او په سیمه کې د ایران په نیابتي ډلو پورې مربوط وو او څلور وسله‌وال‌یې په نتیجه کې وژل شوي دي.

دغې ادارې د وژل شویو ملېشه‌وو د هویت په اړه معلومات نه‌دي ورکړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې او د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړی چې درې ملکیان هم پر کورونو د چرو د لګېدو په نتیجه کې وژل شوي دي.

دا معلومه نه‌ده چې دا چرې د اسرائیل د میزائیلو وې که د هغو راکټونو چې د سوریې له‌خوا د اسرائیلو د میزائیلو د دفع کولو لپاره توغول شوي وو.