افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۰۳ تنو ته ورسېد

آرشیف

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وایې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د کرونا ویروس ۱۷۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن دوشنبه د اپریل ۲۷ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې سره د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۰۳ ته لوړ شو.

ښاغلي مایار وویل په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له همدې کرونا ویروس څخه ۷ تنه مړه شوي او ۱۳ نور بیرته روغ شوي دي.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه تنه په هرات، دوه په بلخ، یو تن په سرپل او یو یو په کونړ او کندهار ولایتونو کې مړه شوي دي چې له دې سره د کرونا ویروس د قربانیانو ټولیز شمېر ۵۷ ته ورسېد، تر اوسه له دې ناروغۍ ۲۲۰ تنه بېرته روغ شوي دي."

د عامي روغتیا وزارت ویاند خبرداری ورکړ چې که خلک د دې ویروس پر وړاندې بې پروايي ته دوام ورکړي، ښایي تر دې بدې ورځې به تجربه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید خلک له یو بل څخه فاصله مراعات کړي او د ورځې څو څو ځله لاسونه په اوبو او صابون ومینځي.

دغه وزارت یو ځل بیا له افغانانو وغوښتل چې روغتیایي سپارښتنې جدي وګڼي او په دې توګه د یوه لوی ناورین مخه ونیسي.