'په چهاردره او امام صاحب د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول'

د کندز نقشه

د کندز چارواکي وایي د کندز په چهاردره او امام صاحب ولسوالیو کې یې د افغان ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت‌الله اکبري ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه پر پوستو بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړه: "د څو ساعتونو جګړې په نتیجه کې ۱۰ تنه طالبان وژل شوي، ۵یې ټپیان او پاته نور یې له سیمي تښتېدلي دي. یو پولیس سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. ټولې پوستې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې دي او جګړه نن سهار پای ته ورسېدله."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. افغان چارواکي وایي د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیک وروسته طالبانو په افغانستان کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي.