سوریه کې د اسراییل د توغندويي برید مخه نیول شوې

د سانا خبري آژانس د راپور له مخې د اسراییل دا برید د لبنان هوایې حریم له لارې شوی او د سوریې دفاعي ځواکونو مخکي تر دې چې اهدافو ته ورسېږي، خنثی کړي دي.

د سوریې هوایي ځواکونو پلازمینې د مشق ته څېرمه د اسراییل د څو مشکوکو توغنديو مخه نیولې ده.

دا خبره د سانا دولتي خبري آژانس نن د اپریل ۲۷ کړې ده.

د سانا خبري آژانس د راپور له مخې د اسراییل دا برید د لبنان هوایې حریم له لارې شوی او د سوریې دفاعي ځواکونو مخکي تر دې چې اهدافو ته ورسېږي، خنثی کړي دي.

د اسرايیل پوځ معمولا د خپلو عملیاتو په اړه تبصره نه کوي خو په وروستیو کلونو کې یې د ایراني ځواکونو، د سوریې د حکومت او د لبنان د حزب الله ډلي پر وړاندې سلګونه هوایې بریدونه کړي دي.

اسراییل وایي، ایران ته به اجازه ورنکړي چي په سوریې کې ځانته سنګر جوړ ګړي او نه پرېږدي چې پرمختللي وسلې د حزب الله ډلي لاس ته ورشي.

د سوریې د جګړو یوه څارونکې ډله وایې د اپریل پر یو ویشتمه د اسراییلي الوتکو د بریدونو په نتیجه کې په سوریې کې ۹ تنه ایران پلوه ملیشه ځواکونه ووژل شول.

روسیه ، ایران او د لبنان حزب الله ډله د سوریې په کورنیو جګړو کې چې لسم کال یې پیل شوی دی، د دغه هېواد د و لسمشر بشار اسد د رژیم پوځي ملاتړي دي.