یوناما: افغانستان کې تېرو ۳ میاشتو کې له ۵۳۰ زیات ملکیان وژل شوي

ارشیف، په یوه چاودنه کې ټپیان شوي افغان ماشومان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ سازمان یوناما وایې د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې په دې هېواد کې څه باندي ۵۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۶۰ ملکیان ټپیان شوي دي.

د یوناما دفتر نن دوشنبه د یوې خبرپاڼي په خپرولو ویلي چې دغه مرګ‌ژوبله د افغانستان د جګړو پر مهال ملکیانو ته اوښتې ده.

د یوناما په خبره په وژل شویو کې ۱۵۰ ماشومان هم شامل دي.

د دغه دفتر په اعلامیې کې راغلي چې د حکومت ضد عناصر د دغو تلفاتو د ۵۵ سلنې مسؤلین دي.

اعلامیه زیاتوي په دې وسله‌وال طالبان ۳۹ سلنه، د اسلامي دولت ډله یا داعش د ۱۳ سلنې تلفاتو مسؤل دي.

د یوناما اعلامیه وایې د حکومت پلوي ځواکونه هم په افغانستان کې د یادو ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ۳۲ سلنه مسؤلیت لري چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو دریو میاشتو کې وژل شوي دي.

تر اوسه د افغانستان حکومت او نه هم وسله‌والو مخالفینو په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

وګړو ژوند ورته اهمیت لري او یو بل یې د ملکیانو په وژنه تر دې وړاندي افغان چارواکو او طالبانو دواړو ویلي وو چې د ملکي تورن کړي دي.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په وار وار د افغان حکومت د اوربند غوښتنه رد کړې ده.

با د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش څو اوونۍ وړاندي په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې وه څو دولتونه د کرونا وسره پر مبارزې خپلې هڅي متمرکزي کړي.