'د افغانستان د سولې نازک بهیر مخته روان دی، خو ډېرې پوښتنې بې‌ځوابه پاتي'

بهرنۍ ورځپاڼې

  • ایرو اېشیا

د افغانستان د سولې نازک بهیر مخته روان دی، خو په اړه‌یې ډېرې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي، دا د ايرو اېشیا خپرونې د یوې تحلیلي مقالې سرلیک دی.

مقاله کې راغلي، امریکا او طالبانو له کلونو جګړو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک کړه او د طالب زندانیانو د خوشې کېدو ژمنه په‌کې وشوه.

مقاله کې راغلي له دې هوکړې وروسته ولسمشر محمد اشرف د خپل واک ننداره وکړه او امریکا ته‌یې وښوده چې د بندیانو د خوشې کېدو واک له دوی سره نه‌دی.

د بندیانو په خوشې کېدو کې له ځنډ سره بېرته د جګړې لیکې تودې شوې او د مقاله لیکونکي په باور، لا هم معلومه نه‌ده چې د طالبانو او امریکا هوکړه به څه ډول او څه وخت د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي.

ایرو اېشیا خپرونې وړاندې لیکلي، طالبان له کوم حکومت سره سولې ته کېني، د محمد اشرف غني او که د عبدالله عبدالله؟

په مقاله کې د دغو دواړو افغان مشرانو د لوړې بېلابېلو غونډو او شته مخالفتونو ته په اشارې دا پوښتنه شوې ده.

دا چې طالبانو سره له سولې وروسته به د افغانستان نظام څه ډول وي؟ طالبان به نړیوالو ترهګرو ته ځای ورکوي او که نه؟ د ډیموکراسۍ، ښځو حقونو او د پاکستان او طالبانو د اړیکو برخلیک به څه وي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د مقاله لیکونکي په باور، ښکاره ځوابونه‌یې نه‌شته.

د مقالې په پای کې ویل شوي، د حل یوازنۍ لاره سیاسي جوړجاړی او شرایطو ته په کتو د را پيدا شویو پوښتنو مناسب ځواب لټول دي.

  • یین سن

یین سن څیړنیز مرکز په خپله وېب‌پاڼه کې د افغانستان او چین د اړیکو په اړه هغه مقاله خپره کړې چې څه موده وړاندې 'وار. ان. د. راکس' خپره کړې وه.

دې مقاله کې راغلي، کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، نو د دغه هېواد راتلونکې تر بل هر وخته ډېره نامعلومه ښکاري.

په مقاله کې راغلي چین لېواله دی چې له یوه با ثباته افغانستان سره همکاري وکړي، خو چین هېڅکله دا لېوالتیا نه‌لري چې ځان د افغانستان په مسئله کې ښکېل کړي.

د مقالې لیکوال ویلي، چین په افغانستان کې د انګرېز، شوروي او اوس د دوی په ټکو د امریکا ماتې ته په کتو دغه هېواد د امپراطوریو هدیره بولي.

چین که څه هم افغانستان خپل ستراتېژیک اقتصادي ملګری نه‌بولي، خو مقاله کې د عینکو مس او د امو حوزې د تېلو پروژو ته په کتو چې قرارداد یې چینایانو کړی، راغلي، چینایي کمپنۍ لېواله دي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

د مقالې په یوه برخه کې د افغانستان د سولې روان بهیر ته ناهیلي ښودل شوې او لیکل شوي چې د افغانانو او طالبانو ترمنځ سوله د امریکا او طالبانو د سولې پرتله ډېره لانجمنه موضوع ده.

په مقاله کې د چین هغې نیوکې ته هم اشاره شوې چې ویلې یي دي، امریکا په نامسئولانه ډول له افغانستانه وځي او ممکن دغه هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شي.