روحاني: ایران کې د کرونا ویروس سپینې سیمې پرانیستل کېږي

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني اعلان کړی چې ۱۲۷ سیمې به چې ده ورته د سپینو سیمو خطاب وکړ، بیا خلاصې شي او د جمعې لمونځ به په دې سیمو کې ترسره شي.

روحاني یکشنبه په خپله بیانیه کې وویل چې له دې وروسته په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په لحاظ د سیمو وېش په سپین، ژېړ او سور رنګونو کوي.

هغه وویل په روژې میاشت کې به د جوماتونو بیا پرانیستل د خاصو مقرراتو په اساس ترسره شي.

ایران تر دې مخکې هم د کرونا ویروس په خاطر د لګېدلو محدودیتونو د تدریجي لیرې کولو هڅې کړې دي.

په دغه هېواد کې مذهبي ځایونه تر ټولو وروسته تړل شوي و او دا انتقاد هم چې له مزدحمو زیارتونو د ویروس د انتقال زیاته وېره ده.

په ایران کې نږدې ۹۰ زره او ۵۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې ۷۰ زره بېرته روغ شوي او ۵۷۱۰ تنه مړه شوي.