'افغانستان زندانونو کې ۹۵ سلنه نجونې په اخلاقي جرایمو بندیانې دي'

ارشیف، د افغانستان له یوه زندانه خوشې شوې مېرمن

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۹۵ فیصده نجونې د اخلاقي جرایمو په تور لکه نامشروع اړیکو بندیانې دي.

دا خبره د یاد سازمان په ټویټرپاڼه پرون خپره شوې ده.

دغه سازمان د ټویټر له لارې تېره یوه اوونۍ په نړۍ کې د بشري حقونو په اړوندو مسایلو "ټویټر ټرېنډ" یا د بحثونو بهیر پیل کړی چې یوه موضوع‌یې اخلاقي جرایم دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو څانګې سرپرستې هیدر بار هم مخکې په خپل ټویټر لیکلي و چې "په اصطلاح اخلاقي جرایمو په سبب باید له سره دا ښځې نه‌وی نیول شوې او اوس باید سمدستي ازادې شي او د اخلاقي جرایمو په تړاو د ښځو بندیانول دې ودرول شي."

د افغانستان په زندانونو کې د نامناسبې وضعې سربېره د ښځینه بندیانو د ځورونې راپورونه او شکایتونه هم شوي.

د افغانستان د محابسو د ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان په زندانونو کې ۱۲۰۰ ښځې بندیانې دي چې یو شمېر یې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف د افغان ولسمشر د عفوې د فرمان له مخې ازادې شوې دي.