بشري حقونو کمېسیون: طالبان دې د ماین چاودنې بریدونه بند کړي

طالبان

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې طالبان باید د ماین چاودنو بریدونه بند کړي.

دغه کمېسیون پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو تېره اوونۍ د غزني ولایت په خوګیاڼي ولسوالۍ، د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ او د خوست په متون ښار کې د سړک غاړې ماینونه ځای پر ځای کړي و چې په چاودنو سره‌یې ګڼو خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د کمېسیون په اعلامیه کې راغلي چې په دغو چاودنو کې ۹ ملکیان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.

د سړک غاړې ماین چاودنې په تېرو کلونو کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې یو اصلي عامل یاد شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې د ملکیانو مرګ‌ژوبله په کلکه غندي او د جګړې له ښکېلو خواو غواړي چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.