ناټو په کابل کې له افغان پولیسو سره د روغتیايي وسایلو مرسته کړې

غوڅ ملاتړ پرون هم په یو بیان کې وویل چې هرات، غور، فراه او بادغیس ولایتونو ته یې تېره اوونۍ د روغتیايي وسایلو بستې استولې وې.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې په لړ کې یې د پلازمېنې کابل له ۱۶ زره پولیسو سره د روغتیايي وسایلو مرسته کړې.

دې ماموریت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې مرستو کې ۱۸ زره ماسکونه، ۱۸ زره جوړې دستکش او ۱۸ زره بستې چې عفوني ضد مواد او د حرارت سنجولو وسایل یا ترمامیتر پکې دي شامل دي.

غوڅ ملاتړ پرون هم په یو بیان کې وویل چې هرات، غور، فراه او بادغیس ولایتونو ته یې تېره اوونۍ د روغتیايي وسایلو بستې استولې وې.

د ناټو مقر تېره اونۍ وویل افغانستان د کرونا ویروس پرضد د مبارزه په چاره کې له دې ټلوالې د مرستې غوښتنه کړې.