'د افغانستان په ۶ ولایتونو کې ملاریا د خلکو روغتیا ته ګواښ دی'

د ملاریا میاشه

د عامې روغتیا وزارت وايي چې ملاریا د افغانستان په شپږو ولایتونو کې لا هم د خلکو روغتیا ته اساسي ګواښ دی.

په دې وزارت کې د ساري ناروغیو د کنټرول د برخې رئیس، شاه ولي معروفي پرون ازادي رادیو ته وویل چې د ملاریا د ناروغانو په سلو کې ۹۳ په خوست، ننګرهار، لغمان، نورستان، پکتیکا او کونړ کې دي.

ښاغلي معروفي پرون ازادي راډیو ته وویل: "له ملاریا سره زموږ د مبارزې پروګرام په ۶۳ ولسوالیو کې د بیا خپرېدو د مخنیوي په برخه کې دی او له ۲۰۰ زیاتو ولسوالیو کې د محوې په برخه کې دی."

شاه ولي معروفي زیاته کړه چې په ۱۲۳ ولسوالیو کې چې اکثر په مشرقي زون کې دي، ملاریا د اېپېډمي په حال کې ده او دوی مبارزه ورسره کوي.

ملاریا وژونکې ناروغي ده چې یو ډول میاشې یې پرازیت له یوه وګړي بل ته لېږدوي. د ملاریا پشې (میاشې) د اوبو په ګرمو او مرطوبو سیمو کې ژوند کوي.

د اپرېل ۲۵مه په نړۍ کې له ملاریا سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.