د ایران د مزائیلو پروګرام په اړه له اروپايي ټولنې د امریکا غوښتنه

د ایران بیرغ

د امریکا متحده ایالاتو پر اروپايي ټولنه غږ وکړ چې پر هغو وګړو او سازمانونو بندیزونه ولګوي چې د ایران د مزائيلو له پروګرام سره په تړاو کې کار کوي.

امریکا همداراز له اروپايي هېوادونو غوښتنه کړې چې پر ایران د ملګرو ملتونو سازمان له‌خوا د معمولي (متعارفو) وسلو بندیز پلی او تمدید کړي.

د ایران ګارد سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د اپرېل په ۲۲مه، اعلان وکړ چې یو پوځي سټلایټ‌یې فضا ته واستاوه.

ایران یو پوځي سټلایټ‌ فضا ته واستاوه

ایران له څو میاشتو راهیسې د دې کار هڅې کولې، خو ناکامې شوې وې.

د ایران له دې اعلان وړاندې په غبرګون کې واشنګټن پرون د اپرېل په ۲۵مه وویل، دا څرګندوي چې د ایران د فضايي تحقیقاتو پروګرام سوله‌ییز او ملکي نه‌دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو په دې اړه په پروني بیان کې ویلي: "په دې سټلایت دستګاه او هغو کې چې مخکې تر دې توغول شوې وې، له داسې ټکنالوژۍ کار اخیستل شوی چې د بالیستیک مزائیلو پر هغې بدلېدلائ شي او ورته ده.

دا د لیرې واټن رادار سیستمونو او له یوې لویې وچې تر بلې لويې وچې د رسېدونکو توغندیو (ICBU) ته ورته ټکنالوژي ده.

مایک پومپیو زیاته کړې چې یوازې هغو هېوادونو چې د اټمي وسلو د جوړولو لپاره هڅې کوي له (ICBU) ټکنالوژۍ کار اخیستی دی.

د ایران ګارد سپاه پاسداران انقلاب تېره اوونۍ پر خپله رسمي وېب‌پاڼه اعلان وکړ چې نوی پوځي سټلایټ‌یې د ځمکې د مدار په ۴۲۵ کیلومترۍ کې په حرکت کې دی.

واشنګټن پر ایران نیوکه کړې چې له خپلو محدودو مالي سرچینو په داسې حال کې د دې ډول فعالیتونو لپاره کار اخلي چې خلک‌یې د کرونا ویروس د فشار له کبله له سختي سره مخامخ دي او اقتصاد یې ډېر کمزوری شوی دی.

ایران چې د امریکا متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې له سخت فشار سره مخامخ دی، په نړیوال مارکېټ کې د تېلو د نرخ د ټیټېدو له کبله هم له سخت حالت سره مخامخ دی. د ایران اقتصادي تکیه په اساسي ډول د تېلو پر تجارت ده.

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په پروني بیان کې ویلي چې د ایران خلک کړېږي او هره ورځ د کرونا ویروس له کبله مري او د تأسف وړ ده چې رژیم‌یې خپلې مالي سرچینې پر داسې پوځي حرکتونو لګوي چې تحریک‌امیزه دي او د ایران د خلکو له وضعیت سره هېڅ مرسته نه‌شي کولائ.